امنیت

په فراه ولايت کې پنځه تنه ملکي وګړي ووژل شول .

کابلباختر د سرطان ١١
په فراه ولايت کې په دووجلا جلا پيښو کې پنځه تنه ملکي وګړي ووژل شول.
دفراه ولايت پوليسو په دغه ولايت کې په دووجلا جلاپيښو کې دپنځو تنو ملکي وګړو دوژل کيدو خبر ورکړ .
دفراه ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى احمد فواد عسکري باختراژانس ته وويل درې تنه ملکي وګړي چې په يوباروړونکي موټر سپاره وو تيره شپه دسپرلۍ موټر يې دفراه ولايت دپشت کوه ولسوالۍ دمحمد اباد په سيمه کې په سړک کې په ښخ کړاي شوي ماين وخوت اودرې واړه يې ووژل شول .
دغه راز دفراه ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى وويل چې تيرماښام په يوه بله پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي په پشت کوه ولسوالۍ کې دوسلوالو کسا نو دډزو له ا مله ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې، دفراه ولايت پوليسو دفراه رود ولسوالۍ په مربو طاتو کې ددوو ماينونو دکشف اوشنډولو خبر ورکړ .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى احمد فواد عسکري باختراژانس ته وويل دوه ماينونه چې دفراه رود لارې ته څيرمه په قاضي ا باد سيمه کې په يوه ښوونځي کې دوسله والو طالبانو له خوا ايښودل شوي وو پرون له چاودنې مخکې دپوليسو دځواکونو له خوا کشف اوشنډ کړاي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته