کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
د طالبانو په ډلې پورې اړوند دمهماتو يوه ستره ډيپو په لوګر ولايت کې دملي امنيت دځواکونو له خوا کشف شوه .
دملي امنيت دلوي رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
ددغه رياست موظفينو د طالبانو د ډلې دمهماتو يوه ستره ډيپو چې د ورانکارو او تروريستي فعالتيونو دترسره کولو او دجمهوري رياست دنوماندانو دانتخاباتي مبارزو دګډوډولو په مقصد لوګر ولايت د پورک په کلي کې جوړه شوي وه ترلاسه کړه چې د ٧٥ ملي متري توپ اتيا گولۍ ، د بى ام – ١ اتيا ماينونه ، د غرني هاوان اته ماينونه، دغر ني هاوان ٥٣ ايراني ماينونه ، د ٨٢ ملي متري توپ شل ګولۍ ، دمنځني هاوان ١٢٧ ماينونه ، دهاوان ١٠١ حقوالسوقونه او يوه زياته اندازه ډول ډول سرګلولې او دداشکې ګولۍ پکې پټ کړى شوې وې .
دپيښې په اړوند د خانمير په نامه يو تن هم نيول شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل