سیاست

د جدې د شپږمې نېټې په مناسبت د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا اعلاميه

 کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٥ :
د جدې د شپږمې نېټې په مناسبت د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا اعلاميه
د ۱۳۵۸ کال د جدې  د میاشتې په شپږمه نیټه د وخت  د شوروي اتحاد سرو وحشي لښکرو د زغره والو ټانکونو او جیټ الوتکو سره یو ځای په مسلمان، خپلواک او ناپییلي افغانستان باندې د دې لپاره بربنډ او بې شرمانه تیری وکړ؛ چې دغه خاوره د خپل قلمرو یوه برخه وګرځوي او د خپل مزدور، بې دینه، دهري او صفاک رژیم، چې لا دمخه یې د یوې خونړۍ کودتا په ترسره کولو سره د قدرت واګي په لاس راوړي وو، حمایت او ملاتړ وکړي. د هغه رژیم ملاتړ چې په زرګونو دیني علماء، مشایخ، روحانیون ، د پوهنتونونو، مدرسو او ښوونځیو استادان، قومي مخور او مشران روڼ آن دي او حتی ملي سوداګر یې له محاکمې او څه الزامي دلایلو پرته تر خاورو لاندې کړل.
خو کله چې ولیدل شول، چې دافغانستان مسلمان او پر آزادۍ مین ملت سرتاسري پاڅون وکړ او د هجرت او جهاد لاره یې په مخکې ونیوله؛ نو شوروي وحشي لښکرو ددې ملت په بمبارولو او عامه وژنو اقدام وکړ، په زرهاوو بې ګناه مسلمانان یې په ډله ییزه توګه په کندو کې وغورځول او په بلدوزرونو سره یې خاورې ورباندې واړولې.
په افغانستان کې داسې کلی او سیمه پاتې نشوه چې د شوروي اتحاد زغره والو ټانکونو او جیټ الوتکو ورباندې حمله او یرغل نه وي وروړی. خو څنګه چې د افغانستان مسلمان او قهرمان ملت مرګ ته د غلامۍ تر ژوند ترجیح ورکوله او ورکوي یې؛ نو دغو وحشیانه او عامه وژنو د دوی د ایمان او سرښندنې په ولولو کې هیڅ ډول سستي رانه وستلی شوه او له یونیم ملیون څخه زیات شهیدان او په لکونو معیوب او یتیمان شول، کلي او کورونه یې په کنډوالو بدل شول، ټول اقتصادي تاسیسات یې له منځه ولاړل، خو بیا یې هم خپل سپیڅلي جهاد ته تر هغې ادامه ورکړه؛ چې د شوروي سرو لښکرو ماتې وخوړه او له افغانستان نه د تیښتې لاره یې په مخکې ونیوله.
د افغانستان سپیڅلی جهاد د محکومو ولسونو د آزادۍ مدرسه جوړه شوه، د نړۍ په نقشه کې د شوروي اتحاد نوم ورک شو، د لینین مجسمه را نسکوره شوه، د جرمني هېواد مرکز د برلین ښار په خیټه کې د ختیځ او لویدیځ المان په نوم درول شوی دیوال ونړول شو، له څلویښتو کلونو روسي حاکمیت نه وروسته د چکوسلواکیه د خلکو پاڅون روسي تسلط ته د پای ټکی کېښود. لنډه دا چې نړېوال په دې وپوهیدل، کوم ولسونه چې پخپله غلامۍ ته غاړه کېنږدي؛ هیڅکله هم په زوره غلامي ورباندې نه شي تپل کیدای.
اوس شوروي اتحاد ورک شو، افغانستان ژوندی دی او د افغانستان په قالب کې د اسلام ژوند بښونکی روح چلیږي، ښکېلاکګرو که د تاریخ په اوږدو کې  په دې اسلامي او آزاده خاوره هر څومره یرغلونه وکړل، خو په پای کې یرغلګر نیست او نابود شول او افغانستان د یو اسلامي او آزاد هېواد په توګه سرلوړی پاتې شو او څو چې دا دنیا ودانه وي؛ افغانستان به ژوندی وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته