امنیت

په هرات کې په مرموز ډول ديوه ځوان وژل کيدل او ديوې رکشا چلوونکي دوژنې دعامل نيول کيدل

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٤ :
ديوه پنځه ويشت کلن سړي مړى چې په  تودې وسلې سره وژل شوى دى ، روغتون ته وليږدول شو.
د دغه ځوان کورنۍ ادعا کوي چې  وژل شوى ځوان  ځوان نصرالله   کابو               دوه اوونۍ  مخکې تښتول شوى و.
دغه ځوان دهرات ولايت  دانجيل ولسوالۍ اوسيدونکى و.
د هرات د  مرکزي  روغتون   يو مسوول وايي  چې يو بل مړى هم  تيره شپه     
دانجيل ولسوالۍ له مربوطاتو څخه دغه روغتون ته ليږدول شوى دى.
څيړنې ښيې  چې دغه ځوان په ډزو سره وژل شوى دى.
د هرات پوليس وايي چې د دغې وژنې د څرنګوالي او دهغې دعامل دنيولو لپاره څيړنې پيل شوي دي .
د يوبل خبرله مخې :   هغه سړى چې ديوه درې ټايره موټر سايکل له غلا وروسته  خاوند يې وژلى و دهرات دپوليسو له خوا ونيول شو.
تورن وايي  چې داقتصادي ستونزو له امله ددغه درې ټايره موټرسايکل په غلا کولو اړ شوى دى او وروسته يې  دهغه  خاوند وژلى دى .
دهرات دپوليسو يو مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دوژل شوي سړي مړى په تيزاب سره هم سوځول شوى دى.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته