کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر
په پکتيا کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه.
پوليسو پرون ناوخته د ګردېز ښار له يوې ګڼ مېشتې سيمې پيرباغ څخه يو بم کشف او شنډ کړ.
د پکتيا يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې وسله والوطالبانو غوښتل ددغه بم په ښخولو سره پر ملکي وګړو مرګانى بريد وکړي؛ خو بريالي نه شول.
د بم د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ