ټولنه

د خرم سار باغ ولسوالۍ بيا د ايبکو له ښارسره ونښلول شوه

کابل-باختر د تلې د مياشتې ٩
د سمنګانو ولايت د خرم سارباغ د ولسوالۍ سړک چې تېرکال د موسمي سيلاوونو له امله ويجاړ شوى و؛ د سويډن په مالي مرسته بيا ورغول شو.
د سمنګانو ولايت د فوايد عامې رييس انجنيرضيا همايون ابراهيم خيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سړک چې د ولسوالۍ مرکز، د آب کلى له کلي سره نښلوي؛ ٢٣ کيلومتره اوږوالى لري چې تېرکال له استنادي ديوالونو سره ٢ کيلومتره يې د موسمي سيلاوونو له امله ويجاړ شوى و او په څو برخوکې لاره د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه.
ده زياته کړه: دغه سړک د سويډن په مرسته د ٣٦٤ زرو ډالرو په مرسته په تېرو نهو مياشتوکې بيا ورغول شو.
د سمنګانو اوسيدونکو ددغه شان پروژو له ترسره کولو چې خلکو ته اسانتياوې رامنځته کړې؛ هرکلى وکړ او ويې ويل چې دغه ولايت د هيواد له امنو ولايتونوڅخه دى چې د پرمختيايي پروژو د تطبيق لپاره مناسب ځاى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته