امنیت

دوه تنه امنيتي منسوبين شهيدان شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې١٦نيټه :                 
دوه تنه امنيتي منسوبين تېره شپه په غور ولايت کې له وسله والو ځواکونوسره په  جګړه کې شهيدان شول.
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د وسله والو مخالفينو تېره شپه دغورولايت د دولاينې ولسوالۍ د شاه جوی دکلي په پوستو بريدونه وکړل چې په نتيجه کې دوه تنه امنيتي منسوبين شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول.
د دولاينې ولسوالۍ امنيه قوماندان محمدنسيم صفوي د څرګندونوله مخې؛  يوشمېر امنيتي منسوبين بېدرکه شوي دي او د هغوى د موندلو لپاره هڅې پيل شوې دي.
ده زياته کړه: په دې نښته کې د امنيتي ځواکونو يورنجر موټر او يوه داشکه   د وسله والو مخالفينو لاسته ورغلې ده  .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته