
کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
درې اتياقلمه طبي وسايل نن دغزني دولايتي روغتون په واک کې ورکړى شول . دغزني ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر ظاهر شاه نيکمل باختراژانس ته وويل چې دڅه دپاسه اتو مليونوافغانيو په ارزښت درې اتيا قلمه طبي وسايل دبې -ډي – ان موسسې له خوا په وړيا ډول دغزني دولايتي روغتون په واک کې ورکړى شول .
ده زياته کړه چې په دې مرسته کې دفزيوتراپۍ دبرخې ټول وسايل او سامان الات ، له ټولو لوازمو سره يې معياري چپرکټونه ، دزړه دګراف دوه ماشينونه او اړونده وسايل يې دالتراسوند ماشين او وسايل او دبرقي شارت درې آلې شته .
ده زياته کړه چې دغزني ولايتي روغتون دطبي وسايلو اوتجهيزاتو له کمښت سره مخامخ و او هيله ده چې له دغو نويو طبي وسايلو او سامان الاتو څخه په استفادې سره په دغه روغتون کې دروغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو بهير ښه شي .
ختم_ عطاالله _ اکرم