سیاست

جمهور رئیس غني له ضمیر کابلوف سره وکتل

کابل_باختر د کب د مياشتې ١١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو په ځانګړي ډول د نظامي، امنیتي او اقتصادي ودې د توافقاتو د چوکاټ په هکله بحث وکړ.
د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي وویل، د روسیې دولت پیغام دادی چې د سولې د خبرو لپاره یوازینی ادرس د افغانستان دولت  دی او طالبان له دې ادرس (افغانستان دولت) پرته بله لاره نه لري.
کابلوف وویل، ارزونې ښیي چې طالبان ګڼې خپلمنځي ستونزې لري او په بېلابېلو ډلو وېشل شوي او د قوت د ښودلو باوجود هم ځواکمن نه دي. نوموړي زیاته کړه، روسیه په سیمه کې د داعش حضور ته اندېښمنه ده او د جمهور رئیس پوتین په شمول د روسیې رهبران  د داعش پر وړاندې د افغانستان د حکومت مبارزه په ځانګړي ډول د دې هېواد په ختیځ کې د ستاینې وړ بولي.
ښاغلي کابلوف وویل، د اقتصادي ودې په برخه کې د زیاتې همکارۍ په خاطر به روسي پلاوی ډېر ژر د افغانستان د مالیې له وزارت سره وویني، ترڅو د اقتصادي همکاریو ښې زمینې ولټوي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي وویل، د روسیې د کور جوړولو شرکتونه به له حکومت، د ښار جوړولو وزارت او خصوصي سکتور سره د پخوانۍ همغږۍ پر بنسټ د کورجوړولو او ګډو پانګونو په  هکله په ګډه غوره لارې ولټوي.
جمهور رئیس غني د معلوماتو له اورېدلو وروسته له افغانستان سره  په بېلابېلو برخو کې د روسیې د همکاریو قدرداني وکړه او وې ویل، د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي همکارۍ د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لامل کېږي.
جمهور رئیس  د روسیې د هغو نظامي مرستو مننه وکړه، چې په دې وروستیو کې یې افغان مقاماتو ته تسلیم کړې او همدارنګه یې ملي دفاع وزارت ته  لارښوونه وکړه، چې د امنیتي همکاریو د توافقنامې د چوکاټ د نهایي کولو په هکله  دې له روسي لوري سره ډير ژر اقدام وکړي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته