ټولنه

ملګري ملتونه: څه دپاسه ٥٠٠ زره تنه افغانان له خپلو کورونو څخه بيځايه شوي دي.

نيويارک – دويچه ويله – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
دملګرو ملتو دسازمان مقامات وايي چې په ٢٠١٦ م کال کې څه دپاسه ٥٠٠ زره تنه افغانان دبحران له امله له خپلو کورونو او مېنو څخه بيځايه شوي دي.
ددغه سازمان دنوي رپوټ له مخې  چې د دوشنبې په ورځ خپور شو جګړې له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه دافغانان دبيځايه کيدو ډير ستر عامل دى.
دافغانستان دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت مقامات وايي چې ددغو بيځايه شويو کسانو له جملې څخه په سلو کې ديرش يې بيرته خپلو مېنو او کورونو ته ستانه شوې دي .
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخيل له رسنيو سره په خبرو کې دملګرو ملتو دسازمان له خوا نوي وړاندې شوي ارقام ونه منل او ويې ويل چې يوازې په روان کال کې زموږ څه ناڅه شپږ سوه زره تنه هيواد وال دنا امنيو او د طبيعي پيښو له امله له خپلو اصلي سيمو څخه بيځايه شوي دي .
دملګرو ملتو دسازمان په وروستي رپوټ کې دغه راز ويل شوي دي چې په ٢٠١٦م کال کې څه دپاسه ٦٠٦ زره تنه بې سنده افغانان له پاکستان څخه خپل هيواد ته ستانه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته