امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
څلور تنه وسله وال طالبان تېره شپه دقندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ  په مربوطاتوکې د پوليسو دځواکونو دعملياتوپه بهيرکې ووژل شول .
دقندهار د والي وياندصميم خپلواک دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات د پوليسو له خوا د قندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: د دغې نښتې په بهيرکې د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل  هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي
ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې د وسايطو ضد نهه ماينونه د منيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته