خبرونهامنیت

په تخار کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د مرغومې ۴مه، باختر

د تخار امنیتي چارواکي ږايي چې په دغه ولایت کې د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د جنايي جرمونو په تور ۱۵ تنه نیول شوي دي.

د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالمبین صافي باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان په مرکز سربېره په چاه آب، درقد، دشت قلعه و ینګي قلعه ولسوالیو کې د غلا، نشه يي توکو د پلور، وسلو ګرځولو او اخلاقي فساد په  تور نیول شوي دي.

صافي زیاته کړه چې د نیولو شویو کسانو دوسیې به لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته