(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)

عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه او ولايتي رئيسان خپل حضورته ومنل

کابل، د غبرګولي ۲۰مه، باختر
عاليقدرامیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله نن په کندهار کې د ټولو ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور رئيسان خپل حضورته ومنل.
په دغه لیدنه کې د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري او مالي معین ملا سعدالدین اخند، نشراتي معین مولوي حیات الله مهاجر فراهي، د ځوانانوچارو معین قاري محمدیونس راشد او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم حاضر وو.
د مجلس په جریان کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا د ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور رئيسانو ته لازم هدایات او لارښونې وشوې، هغوی خپل مکلفیتونو او دندو ته متوجه کړل شول او د کارونو په جریان کې د هر راز ملاتړ ډاډ ورکړل شو.
عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله وویل چې په تېر شل کلن دور کې ښه په مېړانه جهاد وشو، ښه په اخلاص قربانۍ ورکړل شوې، له هغه پخوا هم، چې د شوروي اتحاد په وړاندې کوم جهاد شوی و، هغه هم خورا سخت جهاد او قربانۍ وې، تاسو باید د خپل هېواد د جهادونو اثار او تاریخ محفوظ کړئ، په کارونو کې اخلاص، او تقوا ته پام کوئ، له خلکو سره ښه او نرم چلند کوئ او د الله تعالی رضا لټوئ.
نوموړي زياته کړه، چې د اسلامي شریعت د تطبیق په کار کې د هیچا پروا مه کوئ، دا فتحه او بریا موږ ته الله تعالی راکړې، دا زموږ تاسو خپل کمال یا د کوم بل چا احسان نه و، دا صرف د الله تعالی نصرت و، اوس به موږ هم صرف د الله تعالی رضا په پام کې نیسو او په دې باید کلک او پوخ یقین ولرو، چې هغه جل جلاله مو لا بریا ته رسوي.
له دې څخه وېره ولرئ، چې د الله تعالی په حضور کې به درېږو، د خپلو شهیدانو او ځورېدلو ملګرو په وړاندې به حساب راسره کېږي، پام کوئ چې بیا خپلو شهیدانو ته سرټيټي نشئ او د الله تعالی په حضور کې ناکام نشئ.
اميرالمومنين همدارنګه وويل چې تاسو ټول ځوانان یاست، دا ځواني غنیمت وګڼئ او ښه استفاده ترې وکړئ، تاسو باید داسې دینداره او تقوا داره واوسېږئ چې کله خلک تاسو وویني باید خلفای راشدین رضي الله تعالی عنهم ور په یاد شي، باید نیکان ور په یاد شي، باید امامان ور په یاد شي، حتی باید الله جل جلاله ور په یاد شي. له علماء کرامو، نیکانو او منل شویو خلکو سره مشورې کوئ، په خپل ځان اتکا مه کوئ.
په کارونو کې نیک او مخلص خلک درسره ملګري کړئ، په شخصي تعلق څوک مه تعینوئ او له قدرت څخه شخصي استفاده مه کوئ.
هېره دې نه وي، چې د ولایاتو د اطلاعاتو او کلتور د رئيسانو له جملې څخه د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا شبیراحمد عثماني، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي انعام الله سمنګاني، د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نعیم الحق حقاني او د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح الله نوراني هم د نورو رئيسانو په استازولي خبرې وکړي او خپله ژمنتیا او غوښتنې يې مطرح کړې.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا