نړۍ

اسرائيلو شپږ ويشت تنه فلسطيني بنديان آزاد کړل .

دغزي ښار بي بي سي نيوز باختر دزمري دمياشتې ٢٣ : داسرائيلو دولت دسولې د خبرو په چوکاټ کې شپږ ويشت تنه فلسطيني بنديان آزاد کړل . دغه بنديان چې زياتره يې له شلو کلونو څخه زيات په جيل کې و تير ماښام دميني بسونو په واسطه له جيل څخه وايستل شول . له دغو بنديانو څخه پنځلس تنه يې غزې او يوولس تنه يې د اردن د سيند لويديځ ساحل ته وليږدول شول . دغه بنديان په داسې حال کې آزاد شول چې په فلسطيني ځمکو کې د يهوديانو داستوګنې په ښارګوټو کې د زرو نويو کورونو د جوړولو لپاره داسرائيلو د رژيم نوي مجوز د فلسطينيانوسخت غبرګون راپارولى دي . اسرائيلان وايي ، دغه ځمکه چې دغه کورونه پکې جوړيږي په راتلونکي کې له فلـسطنيانو سره داحتمالي ځمکې د هر راز موافقي يوه برخه ده . فلسطنيانو او اسرائيلو دوه اوونۍ مخکې له دريوکلونو ډب وروسته مستقيمې خبرې له سره پيل کړي . ټاکل شوې ده د دغو خبرو بل پړاو د چهارشنبې په ورځ په بيت المقدس کې پيل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته