سیاستخبرونهTOP

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له ولایتي رئیسانو سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر

د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ۳۴ ولایتونو له ولایتي رئیسانو سره وکتل.

په دغه ناسته کې چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني هم ګډون درلود، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ولایتي رئیسانو ته د دندو د ترسره کولو اړوند د صبر او استقامت درلودلو سپارښتنه وکړه.

عالیقدر امیرالمؤمنین ولایتي رئیسانو ته په وینا کې وویل، چې امربالمعروف او نهی عن المنکر د اسلامي نظام له مهمو موخو څخه دی، چې د نظام د استحکام او پایښت سبب کېږي او ترسره کول یې د مسلمانانو ایماني وجیبه ده.

همداراز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاستونو له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه او وویل: (( تاسو چې د خپلې دندې د ترسره کولو په وخت کې کوم تکلیفونه زغمئ، هغه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سنت دي.))

دغه راز امیرالمؤمنین حفظه الله په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د امربالمعروف ریاستونو اړوند محتسبینو له کړنو څخه مننه وکړه او هم یې هغوی ته په خپلو کارونو کې د لا بریا دعا وکړه.

وروسته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ولایتي رئیسانو هم د اړونده موضوعاتو  په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره شریک کړل، چې د اسلامي امارت د زعیم له لوري ورسره د ستونزو د حل او په دې برخه کې د هر راز مرستې ډاډ ورکړل شو.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا