امنیت

يوولس تنه ډار اچوونکي د هېواد په دريو ولايتونوکې ووژل شول

کابل باختر  دمرغومي لومړي :
  د هېواد په دريو جنوبي ولايتونوکې د امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتوکې يوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په تيرو ٢٤ ساعتوکې د هېواد امنيتي ځواکونو د هوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ د قندهار ولايت د شاه ولي کوټ خاکريز، او ميوند، د زابل ولايت د سيورې او د روزګان ولايت د چنارټو او د روزګان ولايت د مرکز  په مربوطاتوکې د اتل په نامه محاربوي عمليات ترسره کړل چې له امله يې ١١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٣ تنه نوريې ټپيان شول.
يوتوغندى ويشتوونکى او يوموټرسايکل هم د امنيتي ځواکونولاس ته ورغلي او ٢٤ ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړاى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته