
کابل، د وږي ۲۵مه، باختر
عالیقدرامیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله روزګان ته د خپل سفر پرمهال د روزګان له ځايي چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره کتلي دي.
د یاد ولایت مقام ویاند حافظ احسان الله حماس نن یو رسنیز کنفرانس کې وویل، چې د عالیقدر امیرالمومنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله پنجشنبې ناوخته دغه ولایت ته په سفر راغلی و چې د ۲۴ ساعته په تېرېد سره یې د دغه ولایت د ولایتي او اداري مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره لیدنه وکړه او د یو شمېر سپارښتنو ترڅنګ یې د دغه ولایت مسوولینو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
حماس زیاته کړه، چې عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ټولو مسوولینو څخه غوښتنه وکړه چې په ټولو چارو کی د ولس سره ښه چلند وکړي او په چارو کې د ولسونو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي.
د نوموړي په خبره عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ډاډ ورکړ چې د دغه ولایت ټولو برخو ته به پوره پاملرنه کوي او یو شمېر هغه پروژې چي دغه ولایت ورته اړتیا لري د پلې کولو چارې به یې پیل شي.
د روزګان د ولایت مقام ویاند وویل، چې نوموړي په خپلو خبرو کې د لویو لارو رغول، بندونو جوړول او برېښنا د مهمو او اړینو پروژو څخه وبلل او په یادو برخو کې یې د پروژو د پلې کولو ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو وروسته عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله روزګان ته سفر کوي.