(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سترې محکمې ته د قبالو د وېش لړۍ د پیل کېدو لارښوونه وکړه

کابل، د وږي ۸مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبة الله  اخندزاده  حفظه الله د روان کال د صفرالمظفر میاشتې په ۱۱مه نېټه د سترې محکمې له رئیس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني، د سترې محکمې قضائي مرستیال شیخ محمد قاسم راسخ، د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رئیس مفتي عبدالرشید سعید، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له سرپرست عطاءالله عمري او د یاد وزارت د قبالو ریاست له رئیس مولوي عبدالعلي سره د لیدنې پر مهال لارښوونه وکړه، چې ستره محکمه دې د قبالو د وېش لړۍ پیل کړي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د یادې ناستې ګډونوالو ته وویل (دا چې له وخته په افغانستان کې قبالې محاکم ورکوي او په کاغذي بڼه یې ورکوي نو اوس دې هم ستره محکمه د قبالو توزېع شروع کړي او په کاغذي بڼه دې په هغه ورقه باندې ورکوي، چې د سترې محکمې له لوري ورته جوړه شوې ده.)

د افغانستان اسلامي امارت عالیقدر زعیم زیاته کړه، چې ( د برېښنايي قبالو ورکړه دې تر هغه وخته پورې معطله وي ترڅو د ټولو ولایتونو لپاره یې سیستم نه وي جوړ شوی؛ البته که په خپله خوښه کوم چا وروسته کاغذي قباله برېښنايي کوله هغه یې کولای شي، د قبالو توزېع دې فعلاً په مرکز کابل او د ولایتونو په مراکزو کې پیل شي).

د یادونې وړ ده چې د قبالو د توزېع په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله دغه لارښوونه د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست له لوري د هېواد ټولو محاکمو ته په متحدالمال بڼه استول شوې ده.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا