
۱- کابل، د غبرګولي ٨مه، باختر
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له وروستي فرمان سره سم، د مالیې وزارت د پیاوړتیا او په کارونو کې د ښه والي لپاره څو مهمې ګومارنې شوې دي.
د لارښوونې له مخې؛ لاندې اشخاص په یاد وزارت کې په مهمو بستونو کې ګومارل شوي دي:
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو پخوانی مرستیال ملا محمد ناصر د مالیې وزارت د سرپرست په توګه، د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ پخوانی مرستیال ملا عبدالقهار ادریس د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د مرستیال په توګه او د افغانستان بانک دویم مرستیال حاجي عبدالقدیر احمد د مالیې وزارت د مالي او اداري چارو د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
دغه ګومارنې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لارښوونې سره سم ترسره شوې، چې د دې ستراتیژیکو پرېکړو پر اهمیت او واک ټینګار کوي.
لمر