کابل باختر دکب دمياشتې١٣:
د ملي پوليسو٥٢ تنه سرتيري له اتو اوونيو مسلکي زده کړو وروسته پرون د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ له تعليمي مرکز څخه فارغ شول.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ په تالارکې جوړه شوې وه؛ د غور والي محمدناصر د دغو سرتيرو د فراغت په باب خبرې وکړې او له هغوى څخه يې وغوښتل چې په دغه ولايت کې د امنيت په تامينولوکې فعاله ونډه واخلي او خپلو دندو او مسووليتونو ته متوجه و اوسي .
د غور ولايت امنيه قوماندان جنرال مصطفى محسني وويل: دغه سرتيري به دغور ولايت په مرکز او ولسواليوکې د امنيت د تامينولو په خاطر وګومارل شي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ