خبرونهسیاستټولنهTOP

عالیقدر امیرالمؤمنین د یو شمېر ولایتونو د عالمانو شوری له مشرانو سره مشورتي غونډه وکړه

کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر

د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د کندهار، هلمند، زابل، نیمروز، فراه، پکتیکا او پکتیا ولایتونو د علماوو شوری له رئیسانو، معاونینو او اداري مسوولینو سره مشورتي غونډه ترسره کړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په غونډه کې د ارشاد حج او اوقافو وزارت معین، د سترې محکمې معاون او د دیني خپرونو د نظارت او کره کتنې ادارې یو شمېر غړو هم حضور درلود.

غونډه د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله په ابتدایي وینا سره پیل شوه، چې دیني عالمانو ته یې لازمې توصیې وکړې او خپلو مسوولیتونو ته د متوجه کولو ترڅنګ یې وویل: (تاسو ته بهتره معلومه ده، چې شوری په اسلام کې مهم ځای لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو سره مشورې کولې او په مشورو کولو سره د مسلمانانو تر منځ اتحاد او اتفاق لا ټینګېږي، څوک چې مشوره کوي د هغوی خطاوې به لږ وي او همدارنګه د جماعت خطا کمه وي، ځکه جماعت پر ضلالت نه سره جمع کېږي.)

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله دغه راز دیني عالمانو د شوری فعالیتونه وستایل او ویې ویل، چې د شوری ګانو له لوري د ولس ډېرې ستونزې حل شوي او باید دوامداره د ولس د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې خپلو مسوولیتونو ته لا ډېر متوجه شي؛ ځکه دیني عالمان هغه قشر دی، چې د دوی مسوولیت تر یوم القیامه پورې پای ته نه رسېږي.

نن د الله تعالی په نصرت سره یو اسلامي نظام حاکم شوی، که دیني عالمان خپل مسوولیت په سمه توګه ادا نه کړي؛ نو د الله تعالی پر وړاندې به یې د مسوولیت بار ډېر دروند وي؛ ځکه چې د دین د دعوت او د علم د عمل لپاره زمینه مساعده شوې او په مخکې یې هېڅ مانع نشته.

وروسته د دیني عالمانو د شوری ګانو اړوند کارونو او یو شمېر نورو مسایلو باندې له دیني عالمانو سره مشورې وشوې او د دوی وړاندیزونه واورېدل شول.

علماء کرامو هم د اسلامي امارت او ولس تر منځ د تل پاتې اړیکې را منځته کولو، د ولس د ستونزو حلولو، په ولایتي اداراتو کې د اصلاحاتو راوستلو او د لا پرمختګ په اړه مهمې مشورې وړاندې کړې.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا