سیاستخبرونهTOP

عالیقدر امیر المؤمنین د ورکو شویو مجاهدینو او نورو کسانو د کورنیو د ستونزو حل لپاره ۱۳ ماده ییز فرمان صادر کړ

کابل، د زمري ۱۹ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت عالیقدر امیر المؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د نادرکه شویو مجاهدینو او نورو کسانو د کورنیو د ستونزو د حل لپاره فرمان صادر کړ.

په فرمان کې ویل شوي: ” محترمو مسلمانانو وروڼو! دا چې زموږ ځینې هېوادوال د تېر شل کلن جهاد په دوران کې نادرکه شوي او اوس یې کونډي بې سرنوشته، مال او جایدادونه یې د ورثه و ترمنځ نه دي ترکه شوي، نو ټولو هېوادوالو ته لاندې هدایات او حکمونه کوم:

د امریکا د اشغال او د فاسدې ادارې په دوران کې چې د مسلسلو څېړنو وروسته د راجحو قرائنو او ښکاره دلائلو په پایله کې دا ثابته شي، چې زموږ هېوادوال د لارو په اوږدو کې شهیدان کړل شوي، یا زندانونو ته اچول شوي او بیا له څه مودې وروسته په شهادت رسول شوي وي، یا په جنګونو او کمینونو کې نادرکه شوي وي؛ خو د دغو شهیدانو د کورنۍ پاتې کسانو ته لا تر اوسه پورې هم د دوی د شهادت یا ژوند معلومات پوره نه وي شوي، چې له امله یې کونډې بې سرنوشته او مال او جایدادونه یې هم د ورثه و ترمنځ شرعاً لا تر اوسه نه وي ترکه شوي، د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د جیدو علماء کرامو څخه استفتاء وکړه، چې علماوو په جواب کې وویل: (د حنفي فقهې په کتابونو کې راغلي دي چې هغه کسان چې په جنګونو یا هغه ځایونو کې ورک وي چي غالب ګومان یې د مرګ وي او قرائن د مرګ یې هم ظاهر وي او ډېر وخت هم تېر شوی وي، نو د مرګ حکم پرې کېږي.) په دې خاطر چې زموږ د دغو شهیدانو کونډې بې سرنوشته او جایدادونه یې د شرعي ترکې او تقسیم او نورو شرعي حکمونو څخه معطل پاتې نه شي، لاندې مادې منظوروم:

لومړۍ ماده: د فاسدې ادارې د حکومت په دوران کې چې کوم کس په جنګ کې ورک شوی وي، یا په چاپه، لارو او یا نورو ځایونو کې نیول شوي وي؛ خو هیڅ معلومات یې تر اوسه نه وي شوي؛ سره له دې چې خپلوانو یې په معلومات کولو کې پوره کوښښ کړی وي، اوس یې منکوحه غواړي چې له بل چا سره نکاح وکړي او یا یې وارثان د مال تقسیم غواړي، نو خپلې مربوطه ابتدائيه محکمې ته دې موضوع وړاندې کړي.

دوهمه ماده: محکمه دې له خپلوانو څخه د دغه ورک شوي کس پوره شهرت، د ورکېدو نېټه، ځای او د ورکېدو لامل وپوښتي.

درېیمه ماده: محکمه دې له خپلوانو څخه د هڅو او معلوماتو په هکله تحریري استعلام وکړي.

څلورمه ماده: وروسته دې محکمه په خپله هم په ښه احتیاط او ممکنه طریقه معلومات وکړي.

پنځمه ماده: که محکمې ته وروسته تر معلوماتو او قرائنو ته په کتو د دغه کس پر مرګ اطمینان حاصل شو، دغه معلومات دې له خپلې مرافعه محکمې سره شریک کړي.

شپږمه ماده: مرافعه محکمه دې موضوع په دقت مطالعه کړي، که مرافعه محکمې ته هم اطمینان حاصل شو؛ نو ابتدائیه محکمې ته دې هدایت وکړي چي د دغه کس په مرګ حکم وکړي.

اوومه ماده: وروسته دې ابتدائیه محکمه د دغې فتوی مطابق د دغه کس په مرګ حکم وکړي.

اتمه ماده: ابتدائیه محکمه دې له حکم وروسته د فتوی مطابق د دغه کس منکوحې ته امر په تېرېدو د عدې د وفات وکړي.

نهمه ماده: تر عدې د وفات وروسته دې منکوحې ته اختیار ورکړي چي د بل زوج سره نکاح وکړي.

لسمه ماده: د محکمې تر حکم وروسته د شهیدانو جایدادونه او ملکیتونه د شریعت د حکمونو مطابق د دوی پر وارثانو باندې د ترکې او تقسیم وړ بلل کېږي.

یوولسمه ماده: دغه فرمان د هېواد د جیدو علماء کرامو د شرعي فتوی پر اساس ابلاغوو، خو که څوک د خپلو خپلوانو د ژوند په هکله موثق معلومات ولري هغوی له دغه فرمان څخه مستثنی دي.

دوولسمه ماده: د هېواد ټول محاکم او نورې حقوقي ادارې دې د دغه فرمان د حکمونو مطابق اجراآت وکړي.

دیارلسمه ماده: دغه فرمان د توشیح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي. ”   ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا