کابل باختر د زمري دمياشتې ١ :
دنورستان ولايت دکامديش ولسوالۍ په مربوطاتو کې دناتو دجنګي الوتکو
په هوايي بريدونو کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په کونړولايت کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو ددويمې لوا ويندوى هارون يوسفزي دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه بريد تيره شپه دکامديش ولسوالۍ په بتي ګل ساحه کې ترسره شو چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان وو ژل شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې بريد کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ