سیاستخبرونهاقتصادفرهنګټولنهTOPروغتیاښوونه او روزنه

عالیقدر امیر المؤمنین د کندهار په ولسي غونډه کې: مسوولین دې د پنجشېر له خلکو سره نرم چلند وکړي، ځکه چې هلته د امارت خلاف ۴۰ کاله تبلیغات شوي

کابل، د زمري ۲۸ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله آخند زاده د قندهار په ولسي غونډه کې چې نږدې ۳ زرو دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخور هم په کې ګډون کړی و، وویل چې مسوولین دې د پنجشېر له خلکو سره نرم چلند وکړي، ځکه چې هلته د امارت خلاف ۴۰ کاله تبلیغات شوي دي.

امیر المؤمنین وویل:(( محاکمو ته امر کوم چې د چا د ملامتیا او اغېز لاندې رانشي، د ستړیا احساس و نه کړي، له هغه قاضي بېزاره یم چې په لوړ رتبه سړي د خدای حکم نه تطبيقوي او په کوچني یې تطبيقوي، قانون باید په ټولو یو ډول تطبیق شي، علماء دې د ملت د بچیانو تربیې ته متوجه شي، اخلاقي تربیه دې ورکړي، کله چې اخلاقي تربیه وشي خپله د جرمونو مخه نیول کیږي، مجاهدینو ته دا وایم چې د پنجشیر له خلکو سره احسن امتیازي چلند وکړئ، هلته څلویښت کاله ستاسو خلاف تبلیغات شوي، پردي او د دوی دښمنان ورته معرفي شوي یاست، د خپلو ځوانانو فکرونه جوړ کړئ، تېر شل کاله هېڅ طالب په قصدي توګه افغانان نه دي وژلي، البته که په هغه وخت کې وژل شوي وي چې د کفارو ملاتړ یې کاوه، خو کله چې کفار وتښتېدل ټولو هغو افغانانو ته عفوه وشوه چې پخوا یې جګړه کوله، ګورئ! هر چا که د تېرې ادارې څوک و واژه محکمې ته ورسره ځم، هیچا ته اجازه نه ورکوم، ټولو ته عفوه شوې او بیا به هم ورته عفوه وي، طالب خلکو ته ژمن دی، امن ته یې متعهد دی، افغانان په تېر کې په هر نوم و وېشل شول، خو همدا طالب و چې په یو نوم یې سره راټول کړل، د افغانستان د ازادۍ او استقلال ساتنه له عالمانو وروسته د سوداګرو ذمه واري ده، موږ او یا دا ملت که د غربت له امله کومه معامله کوو دا به د تجارانو له امله وي، سوداګر دې راشي، دلته دې پانګونه وکړي، دا یې مسئولیت دی، اقتصادي کمېسیون ته مې امر کړی چې صنعتي پارکونه جوړ کړي، کرنې ته وده ورکړي، د کانونو استخراج ته سمه طرحه جوړه کړي، د هېواد یو بچی چې هم بې تعلیمه پاتې کېږي خپل مسؤلیت یې بولم، ما د سوالګرو راټولولو امر کړی، دا زما خپل بچي دي، والي صاحب ته مې امر کړی چې د کور کفالت یې وکړي او ماشومانو ته یې د زده کړې زمینه برابره کړي، چا چې ازبکستان او نورو هېوادونو ته د افغانانو طیارې وړې د شرم وړ ده، دا زموږ نه د دې ملت وې، له هېواده بهر مسلکي خلک دې راشي په کور دننه الوتکې دې جوړې کړې، موټر دې جوړ کړي، زه درسره یم، ستاسو ګټه ماته نه بلکې دې ملت ته رسېږي، د نظام مخالفینو ته وایم زما جګړه خو له پردیو سره وه، ستاسو جګړه له چا سره ده؟ راشئ د الله په خاطر موږ خو اسلامي نظام غواړو نور خو هېڅ نه غواړو، جګړه کوونکو ته وایم خلک مه زوروئ، اختلاف مه جوړوئ، هر څه چې غواړئ راشئ، ، هغه څوک چې د خلافت نعرې وهي او پر علماء ځانونه چوي ایا دا جهاد دی؟ ګورئ دا غلط فکر او غلط جنګ دی، مسؤلینو د خلکو ستونزې واورئ، د ملاقات وخت ورکړئ، دروازې یې پرمخ مه تړئ، امنیت یې ټینګ کړئ، زه د اسلامي امارت د سر سړی یم، خو لکه ستاسو په څېر له هېڅ هېواد سره اړیکه نلرم، یوازې له هغه رب سره مو تعلق دی چې شل کاله مو د هغه لپاره قرباني ورکړه، خاص همغه ته به سرټیټوو، د افغانستان په هر وګړي لازمه ده چې د دې نظام ساتنه وکړي او همکاري یې وکړي، دا مو خپل نظام دی، لکه د نورو پردیو نظامونو په څېر نه دی، له هیچا پورې تړلی نه دی، له نړۍ سره په ټولو هغو چارو کې تعامل کوو چې له شریعت سره په ټکر کې نه وي، همدا زما او د ملت هدف دی، ملت او اسلامي امارت یو دي، ژمنه کوم چې له شریعت څخه به نه په شا کېږو، کوم وخت چې مو موږ یا نظام کې د شریعت خلاف څه وکتل ستاسو حق دی راته و وایئ، البته له بې ځایه تبلیغاتو تېر شئ، والي صاحبان ستاسو خپل خلک دي، هره نيمګړتيا ورسره شریکه کړئ، محاکمو ته امر کوم چې د چا د ملامتیا او اغېز لاندې رانشي، د ستړیا احساس و نه کړي، له هغه قاضي بېزاره یم چې په لوړ رتبه سړي د خدای حکم نه تطبيقوي او په کوچني یې تطبيقوي، قانون باید په ټولو یو ډول تطبیق شي.))

په همدې حال کې د سترې محکمې رئیس شیخ عبدالحکیم حقاني غونډې ته وویل:(( تېره اداره کې داسې حزبونه او ډلې جوړې شوې وې چې پخوا یې افغانستان کې نوم هم نه و، آن د قادیانیانو په نوم خلک یې هم راپیدا کړل خلک یې د خپلې واکمنۍ د بقا په خاطر په ډلو ډلو ویشلي و، له داود علیه السلام رانیولې بیا تر نبي علیه السلام او ډیری وروستي خلفاء مشران او پاچاهان و خو وروسته دښمنانو دین او سیاست و وېشل او حاکمان یې خپلو لاسونو کې واخیستل مسلمانان یې کمزوري کړل، قلموال دې د قلم په سمه توګه استعمالولو سره شکر وباسي، مسئولین دې د خلکو حقوق په سمه توګه ادا کړي همدا د شکر ویستلو بیلا بیلې طریقې دي، هر څوک باید د شکر خپله طریقه باندې شکر وباسي، علماء دې د حق په ویلو او د خلکو پرېکړو کولو کې کوښښ وکړي، تجاران دې د بیوزلو په لاس نیوي سره شکر وباسي، پر افغانستان الله ج لوی نعمت وکړ، خو دا نعمت شکر وېستل غواړي، ولس او مجاهدین ټول باید د خدای ج شکر ګذاره شي.))

دکندهار په ولسي غونډه کې د اطلاعاتو او فرهګ وزیر ملا خیر الله خیر خواه وویل: ((زموږ او ستاسو بریا د ټولو مسلمانانو ضمیرونه راویښ کړل، د کندهار ولس ته وایم راشئ د خپلو بچیانو لپاره تېر تاریخ ژوندی کړو او د علم په ګاڼه یې سمبال کړو، د فتحې مبارکي هغو زمریانو ته وایم چا چې وینې نذرانه کړې، دا وړه بریا نه ده، حج کې یو کس راته وویل د دې لپاره راغلی یم چې د امارت مشران و وینم، وړمه ورځ د کابل د فتحې وه، سبا د انګریزانو د ماتې او بله ورځ د امریکا د تېښتې ده، دا ډېره د خوښۍ وړ ده، چا نه منله چې امریکا به ماتې وخوري.))

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د کندهار په ولسي غونډه کې وویل: (( افغانستان اوس د چا پر ضد نه کارول کېږي، له سیمه ییزو هېوادونو سره ښې اړیکې لرو، اقتصاد محوره سیاست مو غوره کړی، د نړۍ په تولو هیوادونو کې مو سفارتونه فعال دي او ډېرو هېوادونو ته ویزې اخیستلی شو، له نړۍ سره مثبت تعامل غواړو، خو له دوی څخه هم دا توقع لرو،چې افغانان پریږدئ چې د نورو هېوادونو په څېر د خپلې خوښې ژوند ولري، همدا ولسي مشروعیت دی چې په یوولس ورځو کې مو ټول هېواد ونیوه، که موږ پاکستان ته لاره ورکړې چې اسیایي هیوادونو ته خپل توکي انتقال کړي، خو موږ هم کولای شو چې هندوستان ته خپل مالونه ورسوو، ځینې هېوادونه د یو شمېر هېوادونو له امله د رسمیت غږ نه شي پورته کولای، خو تعامل مو ورسره د رسمیت غوندې دی، موږ د هېواد پر بهرنۍ پالیسۍ بوخت یوو او په دغه برخه کې مهمې لاسته راوړنې لرو، که رسمیت پیژندنه مو نه ده ترلاسه کړې، خو د افغانستان ښه استازیتوب مو کړی.))

د کندهار په ولسي غونډه کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ خالد حنفي وویل: (( مشروعیت نور څه ته وایي، کابل کې زرګونو عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو له امیرالمؤمنین سره بیعت وکړ، لسګونه سوداګرو ورسره وکتل او ملاتړ یې اعلان کړ، نور مشروعیت څنګه وي، له ایمان وروسته امنیت ډیر مهم دی، اوس امنیت دی، اداري فساد ختم شوی، ملوک الطوائفي نشته، مشران مو خپل خلک دي، اقتصاد به هم لوړیږي همدا ستره لاسته راوړنه ده.))

د افغانستان اسلامي مارت ویاند ذبیح الله مجاهد د کندهار ولسي غونډه کې وویل، چې د هېواد سپین ږیري لار ښوونکي دي،  دوی باید د ولس د بچیانو اصلاح ته ډیره توجه وکړی او د ولس ستونزې له مسؤلینو سره شریکې کړي.

د پوهنتون استاد صدیق الله معصومي د کندهار په ولسي غونډه کې وویل چې افغانستان په هره برخه کې پرمختګ ته ضرورت لري، علماء کرام باید له تجارانو سره یوځای د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره کار وکړي او همدا راز د کرنې پرمختګ ته دې پاملرنه وشي.

هغه وویل چې هېواد  تازه ساه اخیستې، عزم او ټینګې ارادې تر دې ځای راورسولو، په خبره یې، دغه غونډه د سولې تر چتر لاندې نمانځل وړه خبره نه ده ، تر شا یې د زرګونه ځوانانو د قربانۍ راز لري.

د معصومي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د روغتیا برخې ته باید کلکه توجه وشي او د دې ضرورت پیښ نشي چې ناروغان نورو هیوادونو ته اړ شي.

پوهاند شاه محمود بري د کندهار په ولسي غونډه کې وویل چې  باید د علم پرمختګ ته پاملرنه وشي، ځکه دا د مسلمان ستر هدف ته د رسیدلو مهمه لاره ده، په وینا یې، د هېواد سمسورتیا لپاره لومړی شرط د علمي ژمنو کادرونو درلودل دي.

هغه وویل، چې د علمي کادرونو درلودل اقتصادي، سیاسي او دفاعي برخې قوي کوي او اسلامي امارت باید توجه ورته وکړي او دوی کولای شي چې ستونزې په سمه توګه مدیریت کړي.

د میرویس پوهنتون استاد عزیز الله شمشېروال  له اسلامي امارت څخه هیله وکړه چې له دیني تعلیم سره عصري تعلیم ته هم وده ورکړي چې هیواد په عصري تعلیم سمبال شي، ترڅو د نورو له احتیاجه خلاص شو، خپل اقتصاد خپله ورغوو او د کمیت پر ځای دې پر کیفیت باندې تمرکز وکړل شي.

قومي مشر حاجي سردار د کندهار په ولسي غونډه کې وویل، چې  په تېرو شلو کلونو کې له یو ولایت بل ولایت ته تګ نه کېده، اوس هر لور ته امن دی، همدا لویه لاسته راوړنه ده.

ملي سوداګر حاجي سعید وویل، چې افغانستان په اوس وخت کې پانګونې لپاره ډیر ښه میدان دی، تاجر اوس په شعباتو نه ګرځي، هیڅ څوک په نظام کې د سوداګر د تکلیف هڅه نه کوي، بلکې همکاري یې ثابته کړې ده.

د اهل تشیع مشر آغا زاهدي د کندهار په ولسي غونډه کې ویلي چې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره باید له علم او پوهې کار واخیستل شي، د مسلمان لپاره له علم سره تقوا هم اړینه ده، خو اوس سیاسي پوهاوی هم اړین دی.

ملی سوداګر افندي آغا وویل، چې نړۍ دې له افغان ملت څخه د خپلې ماتې غچ اوس د رسمیت پېژندنې په ځنډولو سره نه اخلي او اقتصادي بندیزونه دې نه لګوي، رسمیت پیژندنه د افغانستان حق دی.

د یادونې وړ ده چې یاده غونډه د یوه شپاړس ماده ییز پرېکړه لیک په لوستلو سره پای ته رسېدلې. دغه پرېکړه لاندې لوستلی شی.

لومړۍ ماده: موږ ټول ګډونوال د امريکا هغه بريد چې د روان کال د جولای پر دېرشمه نيټه يې د بې پلوټه الوتکي په ذريعه د کابل په ګڼ میشته سيمه كې تر سره کړی په ډېرو سختو ټکو غندو ، دا بريد يې په ښکاره ډول د دوحې د تړون نقض، د بين المللي قوانينو خلاف او د افغانستان پر حريم تجاوز او ارهابي عمل بولو.

دوهمه ماده: کوم ګاونډي هېواد چې د امريکا بې پلوټه الوتکې ته په خپله فضاء كې د الوتلو اجازه ورکړې ده، هغه هم په دې جنايت کي ورسره شریک دی ، دا کړنه يې

د ګاونډيتوب او اسلامیت خلاف عمل ګڼل كېږي ، د همدې هېواد واکمنان باید پوه شي چې د افغانستان پر سر معامله کول او د افغانستان دښمنانو ته په خپله ځمکه او فضاء كې د افغانستان پر ضد د فعالیت اجازه ورکول يقينا د دوی لپاره بدې پايلې لري.

درېیمه ماده: د افغانستان پر حريم تېري كوونكي هېوادونه بايد له عقل څخه کار واخلي او د افغانستان درې تاريخي ورځې د عبرت لپاره تل يادې وساتي.

الف: د ١٣٩٨ هـ ش کال د اسد ٢٨ مه نيټه چې د ۱۹۱۹ ميلادي کال د اګسټ ۱۹ مې نيټې سره سمون خوري هغه ویاړلې تاریخي ورځ ده چې افغانانو د وخت د

فرعوني قوت انګریزانو څخه خپل استقلال تر لاسه كړى دى.

ب: د ۱۳۶۷ هـ ش کال د جدي ٢٦ نيټه چې د ١٩٨٩ ميلادي کال د فبروري له ۱۵ مې نيټې سره سمون خوري، دا د افغانانو هغه وياړلې تاريخي ورځ ده چې د وخت د فرعوني قوت روسانو ته يې ماته ورکړې ده ، د الله تعالي په نصرت او جهادي غيرت يې د خپل ګران هیواد افغانستان څخه د هغوی وروستی عسکر هم ور شړلی دی.

ج: د ۱۴۰۰ هـ ش کال د سنبلې ۹ مه، دا د افغانانو هغه د وياړ او افتخار ورځ ده چې افغانانو د اسلامي امارت په قيادت کې د شلو کلونو جهاد او قربانيو په نتيجه کې امریکا ، ناټو او ورسره مل تقریبا څو څلويښتو ملکونو ته شرمېدلې ماتې ورکړه او د امریکا وروستی عسکر له افغانستان څخه وتښتېد.

څلورمه ماده: افغانان اوس ټول پوهېږي چې د افغانانو د خپل منځي جنګونو اصلي عوامل د پرديو د غوښتونو او فکرونو مطابق حكومتي نظامونه او سياسي جوړښتونه وو او هم د پرديو نظامي شتون او تجاوزونه وو، خو الحمد لله اوس چې افغانستان د پرديو له اشغال څخه پاک او اسلامي نظام حاکم دی افغانان ټول د امنیت په فضاء كې د ورونو په شان ګډ ژوند کوي چې دغه غونډه یې ښه ښکارنوی کوي.

نو په همدې اساس کوم کسان چې اوس لا هم د پردیو زمزمې بدرګه کوي هغوی ته توصیه کوو چې دا ناکامه هڅې او عناد بس کړي، له عقل څخه کار واخلي،

پر خپلو شخصي ګټو ملي مصلحتونو ته ترجیح ورکړي، په دغو زمزمو نه نور افغانان تېر ايستلای شي او نه هم د پردیو اعتماد خپلولاى شي بلكې برعكس خپل ولس

ته به نور هم منفور او بې عزته كېږي.

پنځمه ماده: د ښځو د حقونو د احياء او خوندي کېدو په اړه چې امير المومنين حفظه الله د ۱۴۴۳ هـ ق كال د ربيع ثاني د مياشتي پر ۲۷ مه نيټه په اول جلد ۸۳ شماره کې ثبت فرمان صادر شوی او پر لاندې احکامو مشتمل دی :

الف : ښځو ته په ميرات كې د الهي تقسيم موافق د هغوی ونډه ورکول.

با: ولور د ښځې شخصي حق دى بايد هغې لره په پوره ډول تسليم شي څو په پوره ډول مالکانه تصرف پكې وکړاى شي، د هغې د پوره رضایت او اجازې پرته

يې پلار ، ورور یا کوم بل کس خپلسری تصرف نشي په كې كولاى.

جيم: ښځه هم د نارینه په شان انسان دی هیچا ته هم اجازه نشته چې د ورور یا کوم بل خپلوان په بدۍ كې يې وركړي.

دال: علقمنده بالغه کونډه د خپل ځان او مال اختيار لري، د کونډېدو په صورت کې يې ليور يا د خسرګنۍ کوم بل کس د هغې د کامل رضایت او صریحې اجازې

پرته ځان يا کوم بل کس ته په نکاح نشي ورکولای او نه هم د خسرګنۍ ملکیت دی، همدا ډول عقلمنده بالغه پېغله هم څوک د هغې له رضا پرته په زور په  نكاح نشي ورکولاى.

د ښځو د حقوقو اړوند د پورته ګڼه فرمان د عملي کولو جدي غوښتنه د اسلامي امارت له ذيربط ادارو، عام ولس  او په خاص ډول له علماءکرامو څخه کوو.

شپږمه ماده: اسلامي نظام د عدالت، امنیت، عزت، سوکالۍ او ترقۍ تضمينونكی نظام دی، ددې ارمان د پوره کېدو لپاره افغانانو څه باندې څلور لسيزې قرباني، هجرتونه او مشقتونه ګاللي دي ، الحمد لله، الله تعالى

همدا ستر نعمت د اسلامي امارت په قيادت کې پر افغانانو ولوراوه ، نو موږ يې نه يوازې کلک ملاتړ کوو، بلکې دفاع او هر اړخیز ملاتړ يې د ټول ولس ملي او ديني وجيبه ګڼو.

اوومه ماده: موږ د افغانستان اسلامي امارت له زغيم امير المؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخند زاده حفظه الله سره خپل بیعت يو ځل بيا تجديدوو او په کلکه يې ملاتړ کوو، نوموړی مو د افغانستان د شرعپ حاکم او د اسلامي امارت د امير په حيث منلی او منو يې او له الله تعال څخه ورته په ټولو ديني او دنيوي چارو کې توفيق غواړو.

اتمه ماده: اسلامي امارت د افغانانو څخه متشکل او داخلي مشروعيت لري، په ټول هېواد کې یې سرتاسري امنيت تامين کړی، د قدرت جزيرې يې له منځه وړي، افغانستان او د سيمې نورو هېوادونو ته متوجه ګواښونه يې شنډکړي، په حکومتدارۍ کې يې د فساد، غصب او اختلاس کلتور ختم کړی او په افغانستان کې يې يو مركزي واکمن نظام رامنځته کړی دی.

د دې نظام تقويه نه يوازې د افغانستان او سيمې بلکې د ټولې نړۍ په ګټه ده، بناء د سيمې او نړۍ پر هېوادونو، پر ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو سازمانونو، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو او سازمانونو باندې غږ کوو چې اسلامي امارت د يو مشروع نظام په حيث په رسمیت وپېژني، مثبت تعامل ورسره وکړي، له افغانستان څخه ټول بندیزونه پورته، د افغان ولس کنګل شوې شتمني آزاده او د هېواد په اقتصادي ترقۍ او بيا رغونه کې زموږ د ملت ملاتړ وکړي.

نهمه ماده: موږ  اسلامي امارت له لوري د نشه يي توکو د کښت، تولید، قاچاق او استعمال د مخنيوي په اړه د صادر شوي فرمان کلک ملاتړ او دا يې قابل تحسین عمل ګڼو.

لسمه ماده:

موږ د متقابل احترام او تعامل اصل ته په پام سره له ګاونډيو هېوادونو، سیمې او نړۍ سره د عدم مداخلې له سیاست او د هغوی پر خلاف د افغانستان له خاورې د نه استعمال په اړه د اسلامي امارت له موقف څخه ملاتړ کوو. همدا رنګه د بالمثل تعامل پر اساس له ګاونډيو هېوادونو، سیمې او نړۍ څخه غوښتنه لرو، چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي او هيچا ته دې اجازه نه ورکوي چې د دوی له خاورې په استفاده د افغانستان پر خلاف فعاليت وكړي.

یوولسمه ماده:

د افغانستان اسلامي امارت يو حاکم اسلامي نظام دی، چې په ټول هېواد سلطه لري، په هېواد کې یې امنیت او عدالت تامين کړي، د دې نظام پر وړاندې هر ډول وسله وال مخالفت، بغاوت او فساد ګڼل کېږي چې دفع کول يې پر امارت او ملت واجب دي. همدا رنګه د همدې حاکم اسلامي نظام هر ډول مخالفت چې له اسلامي شریعت او ملي منافعو سره په ټکر کې وي، فساد او ناروا عمل دی.

دولسمه ماده:

پر ملت غږ کوو چې د داعش په نوم فتنه ګر د دې عصر خوارج او باطله ډله ده چې زموږ په اسلامي هېواد کې فساد خپروي، له دوی سره هر ډول مرسته او اړیکه شرعا ناروا عمل دی.

دیارلسمه ماده:

پر هغو عالمانو چې د ټولنيزو رسنيو له لارې اختلافي موضوعات راپورته کوي، غږ کوو چې له مناظرو او زیان اړوونکو بحثونو څخه په کلکه ډډه وکړي، ځكه له دې امله خلکو کې اختلافات او اندېښنې پيدا کېږي او په ملت کې د فتنې سبب ګرځي.

څوارلسمه ماده: په اسلامي امارت غږ کوو چې عدالت، ديني او عصري زده کړې، روغتیا، کرنې، صنعت، د اسلامي شريعت په رڼا کې د اقليتونو، ماشومانو، میرمنو او ټول ولس حقوقو او په ټوله کې هر اړخیز پرمختګ، اقتصادي ودې او متوازن انکشاف ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

پنځلسمه ماده: موږ د اسلامي امارت په مشرتابه غږ کوو چې خپل موجود وحدت نور هم مستحكم، ملي وحدت لا پیاوړی او ارضي تماميت وساتي. د ملي مصالحو په تحقق، د فقر او بې کارۍ په مخنيوي او د ولسي رفاه په

لاره کې رغنده ګامونه واخلي.

شپاړسمه ماده: دا چې اسلامي امارت له هېواده بهر ته د تلليو شخصيتونو د رابللو بهیر پیل کړی، موږ يې ملاتړ کوو. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. هېڅوک باید دلته د پردیتوب احساس ونه کړي. له هېواده بهر شخصیتونو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې رامنځته شوی وضعیت یو فرصت وبولي، خپل هېواد ته راستانه شي او د پرديو په لمسون له مغرضانه فعالیتونو څخه ډډه وکړي.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا