امنیت

په ننګرهارکې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٤
دننګرهار ولايت د ملي امنيت منسوبينو نن دوه تنه د شپرو کيلوګرامو هيروينو د قاچاقو په تور ونيول.
دغه کسان د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار په ورودي دروازه کې ونيول شول.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان صلاح الدين او عثمان نوميږي او شپږ کيلوګرامه هيرويين يې په ماهرانه ډول په يو کرولا موټر کې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل دغه توکي د جلال آباد ښارته وليږدوي.
ديوبل خبرله مخې: د ننګرهار ولايت د امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو په بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان ټپيان شول.
دننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى وويل: دغه عمليات چې تيره شپه ددغه ولايت د مومند درې او غني خيلو په ولسواليوکې ترسره شول؛ په بهير کې څوکلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
ده زياته کړه: ددغو عملياتو په بهير کې درې تنه وسله وال طالبان هم ټپيان شول.
دننګرهار ولايت د غني خيلو او مومند درې ولسوالۍ د دغه ولايت له نا امنو سيمو څخه شميرل کيږي او وسله وال طالبان پکې فعال شتون لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته