امنیت

د يوولسمې امنيتي حوزې د آمر دنده تعليق شوه

کابل باختر دوري دمياشتې ١٠:
دکورنيو چارو وزارت  ديوولسمې امنيتي حوزې دآمر او ددغې  حوزې دڅلورو تنو منسوبينو دندې  تعليقې کړې.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  دکورنيو چارو وزارت  دغه اقدام  ددغې  حوزې په ساحه کې  له ډار اچوونکي بريد وروسته ترسره شوى دى.
پخوا دکورنيو چارو وزارت مشرتابه دپوليسو مسوولينو ته خبردارى ورکړى و   که چېرې ددوى دمسووليت په اړوندو ساحو کې کوم ډار اچوونکى بريد اويا انسان تښتونه ترسره شي ، دهغوى دندې  تعليق کيږي .
نن سهار دنهو بجو په شاوخوا کې  يو ماين چې له لرې واټن  څخه کنتروليده دکابل ښار په  ١١ حوزې پورې اړوند په ٣١٥ ساحه کې وچاوديد چې له امله يې څلور تنه ملکي وګړي شهيدان او  ١٢ تنه نور ټپيان شول.
دکورنيو چارو وزارت مشرتابه  ددغه وزارت  دپلټنې رياست ته لارښوونه وکړه چې دغه پيښه په  هر اړخيز ډول وڅيړي  که چېرې د اړوندې حوزې مسوولينو  په دنده کې  بې پروايي ددغې پيښې سبب شوى وي  موضوع به په قانوني ډول وڅيړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته