فرهنګ

د خواشینۍ او ډاډګېرنۍ پیغام

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٤مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ او ډاډګېرنۍ پیغام !
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هېواد وتلي لیکوال، شاعر، ادیب او فرهنګي شخصیت عبدالرؤف قتیل خوږیاڼي‌ د ورپیښې ناروغۍ له امله له دې فاني‌ نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد قتیل خوږياڼي د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ په یوه علمي کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او له کابل پوهنتون څخه یې د شرعیاتو په برخه کې د لیسانس تر کچه زده کړې وکړې.
ارواښاد قتیل خوږیاڼی په هېواد او هېوادوالو مین شخصیت وو او دا مینه یې په خپلو شعري او نثري لیکنو کې هم ثابته کړې وه.
ارواښاد د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس او د ننګرهار ورځپارڼې د مدیر ترڅنګ ډیری نورې دندې هم ترسره کړې وې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ارواښاد قتیل خوږیاڼي مړینه د هېواد په فرهنګي او ادبي بهیرکې یوه ضایعه ګڼي ارواښاد ته د څښتن تعالی له درباره د فردوس جنت، کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر هيله کوي.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته