کابل باختر د زمري اوومه :
اته تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې دپوځيانو په هوايي بريد کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو نن سهار داچين ولسوالۍ په مربوطاتو ګې بريد وشو .
درارسيدلو خبرونو له مخې، داعشيان په خپل پټنځي کې ديولړ ډار اچوونکو پيښو په پلان جوړولو بوخت وو چې بريد پرې وشو .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته خبرورکړ چې په دې هوايي بريد کې اته تنه ډار اچوونکي داعشيان وژل شوي دي .
خوږياڼي وايي چې په دې هوايي بريد کې دداعشيانو يومهم پتنځى له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
ويل کيږي چې په دې هوايي بريد کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلو درې ډيپوګانې دننګرهار ولايت د دربابا اوکوټ په ولسواليو کې کشف شوې .
دافغانستان په ختيځ کې يوه پوځي مقام باختراژانس ته وويل چې په دغو ډيپوګانو کې ددښمن په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل