سیاستخبرونهTOP

عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د ټولو افغانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کولو ته ژمن دی

کابل، د مرغومې ۳مه، باختر

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تخار له والي مولوي ضیاء الرحمن مدني او د یاد ولایت له یو شمېر مجاهدینو سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې مولوي ضیاء الرحمن مدني د یاد ولایت د اجتماعي، اقتصادي، ښې حکومتولۍ په ځانګړي ډول د تخار د مجاهدینو د وضعیت راپور له مولوي عبدالسلام حنفي سره شریک کړ.

نوموړي په تالقانو ښار کې د امنیتي حوزو د کافي شمېر کمبود، د غاصبینو له لوري د عامه ملکیتونو غصب، د ځنګلونو ناقانونه وهل، د یو شمېر مجاهدینو بې سرنوشتي، په درقد ولسوالۍ کې د آمو سیند تخریب او د معیاري سړکونو نشتوالی د یاد ولایت عمده ستونزې په ګوته کړې.

هغه د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل، چې د یادو شویو ستونزو حل په ځانګړي ډول ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره باید پاملرنه زیاته شي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تخار والي او مجاهدینو سره پر ملاقات خوښي څرګنده کړه او د تخار ولایت د خلکو او مجاهدینو قربانۍ په تاریخي ډول بې سارې وبللې.

مولوي حنفي ټولو افغانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول د اسلامي امارت له تعهداتو وباله او زیاته یې کړه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې مطابق به د راتلونکي کال په تشکیل کې ټول مجاهدین شامل شي؛ همدا راز د اسلامي امارت مسوولین به د افغان ولس په ځانګړي ډول د تخاریانو د ستونزو د حل په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا