امنیت

د ننګرهار څارنوالۍ دوه مسوولین ترور شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۹مه
ناپېژاندو وسله والو کسانو د ننګرهار څارنوالۍ دوه مسوولین په ډزو سره ووژل.
دغه کسان نن سهار په جلال آباد ښار کې هغه وخت چې د خپل کار دفترونو ته روان وو؛ پرې ډزې وشوې.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې يرغلګر له ډزو وروسته وتښتېدل او د هغوى د نيولو لپاره هڅې دوام لري.
تر اوسه هېچا د دغه ناوړه قصد مسووليت نه دى منلى، خو له دې وړاندې طالبانو د هېواد په ګوټ ګوټ کې دغه شان بريدونه ترسره کړي دي.
ختم- سعيده- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته