امنیت

افغان ځواکونو په کونړ کې وسلې او مهمات ترلاسه کړل

کابل/باختر/ د وږي ۲۵ مه
د کونړ په غازي آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې زیاتې سیمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې او د عملیاتو پرمهال څو سپکې وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر آژانس ته وویل چې دوه ورځې وړاندې ګډو افغان ځواکونو د وسله والو د ځپلو او جمهوري ریاست انتخاباتو ته د زمینې دبرابرولو په موخه په غازي آباد ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
یوسفزی وايي چې په عملیاتو کې د وسله والو مخالفينو شپږ سپکې وسلې، د سپکو وسلو۴۹۰ ګولۍ، ۳،۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي او یوه اندازه چاودېدونکي توکي د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته