سیاست

د تماس د نړيوالې ډلې غړو د افغانستان د ملي اردو د وجهي صندوق د تمويل ملاتړ وکړ

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٨ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت د سياسي معين حکمت خليل کرزي او د افغانستان اوپاکستان لپاره د آلمان د فدرالي جمهوريت د ځانګړې استازې ميرمن سابين شپاراوسر په مشرۍ پرون په ترکيه کې غونډه جوړه شوه.
دغه غونډه د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د معين اوميت يالچن په شتون په  استانبول ښارکې جوړه شوه.
په دې غونډه کې  له افغانستان سره د همکارو هېوادونو  ځانګړو استازو او دڅه د پاسه پنځوسو هېوادونوجګپوړو هيتونو او د ځينو نړيوالوسازمانونو جګپوړو مقاماتو ګډون کړى و.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: 
د دغې غونډې اصلي موضوع د امنيتي کنفرانس دبريالي جوړولو لپاره د افغانستان  د همکارانو او د ناتو د غړو هېوادونو ترمنځ خبرې چې تريوې مياشتې پورې به په وارساکې دناتو د مشرانو د غونډې ترڅنګ جوړ شي او دغه راز د افغانستان   د پراختيايي کنفرانس او د هغو غونډو د جوړولو لپاره لازم تدبيرونه چې ټاکل   شوې  ده  د روان ميلادي کال په اکتوبرکې په بروکسل کې جوړ شي؛  دي .
په دې غونډه کې دغه راز د افغانستان د سولې د بهير په باب د مهمو مسئلو او لارو چارو، سيمه ييزو همکاريو او د هغو زياتو فرصتونو په باب چې په دغو  مواردوکې ترلاس لاندې دي؛ خبرې وشوې .
د بهرنيو  چارو وزارت سياسي معين د خپلې پرانستوونکې وينا په ترڅ  کې  د سولې او امنيت د تامينولو او د سيمه ييزو اقتصادي فرصتونو د برابرولو لپاره د ملي وحدت د حکومت د وروستيو اقداماتو په باب خبرې وکړې او د حکومتوالۍ په برخه کې يې له فساد سره د مبارزې او داصلاحاتو لپاره د حکومت  غوڅې ژمنې هم بيان کړې .
د دغې غونډې برخه والو د روزنې او سلامشورو او د غوڅ ملاتړ د ماموريت په چوکاټ کې د افغانستان له ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ  لپاره د راتلوونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستان د ملي اردو د وجهي صندوق د تمويلولو لپاره خپلې لومړنۍ مالي ژمنې څرګندې کړې.
په دې غونډه کې د ملي امنيت د سلاکار مرستيال، د ماليې وزارت د پاليسې د معنيت د سرپرست او د چارو د ادارې د تدارکاتو د کميټې مسوول په ترتيب سره په هغو برخوکې چې يادونه يې وشوه؛ د افغانستان د حکومت د پرمختګونو او  چلنجونوپه باب خبرې وشوې .
له فساد سره دمبارزې په باب دافغانستان دمدني ټولنې د استازې سپارښتونه او نظريې هم بيان شوې.
د تماس د نړيوالې ډلې غونډه په کال کې له دريو څخه تر څلورو ځلو پورې د غړو هېوادونو په يوه پايتخت کې جوړيږي.
د دغې غونډې غړي د اړوندو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزارتونوجګپوړي مقامات دي چې په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د خپلو حکومتونو ځانګړي استازي دي .
دغه غونډه د اتلسم ځل لپاره د افغانستان او آلمان په ګډ کوربه توب په استانبول کې  جوړه شوه.
ټاکل  شوې ده د بروکسل کنفرانس د زياتې همغږۍ په موخه بله غونډه په نيويارک  کې د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي اسامبلې د غونډې ترڅنګ جوړه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته