سیاست

د ملت استازي د تاریخي پرېکړې په درشل کې

 کابل/ د زمري ۱۸ مه / باختر
د سولې مشورتي لویه جرګه پرون په کابل کې پیل شوه او ښایي نن د یوپرېکړه لیک په تصویبولوسره پای ته ورسېږي. د افغانستان خلک او همدارنګه سیمه او نړۍ په لویه جرګه کې د خلکو له راټولوشویو استازیو د یوې مهمې تاریخي  پرېکړې تمه لري.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهوررییس پرون د جرګې  پرانیست غونډې ته په وینا کې د طالبانو د پاتي څلورسوه بندیانو خلاصون ته اشاره وکړه او ویې ویل چې طالبانو ویلي دي که دا څلورسوه بندیان یې خوشي شي، نو دوی به په درېو ورځو کې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني او لومړۍ موضوع چې په دغو خبرو کې به مطرح کېږي، هغه به د تلپاتې اوربند موضوع وي؛ طالبانو همدارنګه ګواښ  کړی دی که چېرې د هغوی دا بندیان خوشي نه شي، نو بیا به هغوی تاوتریخوالی او جګړه لازیاته کړي. دا ډول دریځ د دې ښکارندویي کوي چې د سولې بهیر له یو جدي بن بست سره مخ شوی دی او که دا بن بست مات نه شي، نو دا ویره شته مچې تر دې دمه د سولې لپاره ټول ترسره شوي  کوښښونه په اوبو لاهو شي.
کله چې موږ د سولې بهیر په اړه خبرې کوو، نو د دغه بهیر یو مهم اړخ باید له پامه ونه غورځوو اوهغه اړخ د امریکا دریځ دی. امریکا او طالبانو په قطر کې د سولې موافقه لاسلیک کړه او په هغې موافقه کې راغلي دي چې تر پنځوزرو طالب بندیان به له بنده خوشي کېږي. افغان حکومت د هغو مذاکراتو یو لوری نه و. که ټاکل شوي وي چې موږ په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ د ترسره شویو مذاکراتو پر نیمګړتیاوو بحث وکړو، نو د هغه بهیر تر ټولو ستره نیمګړتیا دا وه چې افغان حکومت په کې څنډې ته پاتې شو. که افغان حکومت څنډې ته شوی نه وای او په دغه بهیر کې د یو جدي لوري په توګه منل شوی وای او له همغه پیله ورته په دغه بهیر کې د ګډون زمینه برابره شوی وای، نو باور دی چې نه به د سولې بهیر له بن بست سره مخ شوی نه وای.
د امریکا دریځ دا دی چې باید د بندیانو خلاصون بشپړ شي او د افغانانو تر منځ خبرې پیل شي. د امریکې متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت پرون یوه اعلامیه خپره کړه. د دغې اعلامیې ژباړل شوی  متن پرون د جرګې پر غړیو ووېشل شو. امریکا د سولې مشورتې جرګې د جوړېدو هرکلی اوملاتړ کړی دی او هیله یې څرګنده کړېده چې د جرګې غړي به په دې اړه مثبته پرېکړه کوي.
منو چې دا یوه ستره تاریخي پرېکړه ده او د ملت استازیو ته هم د دغه راز پرېکړې صادرول خورا ستونزمن کار دی. خو موږ د یو ژمن ملت په توګه مسوولیت لرو چې د سولې بهیر مخې ته د رامنځ ته شوي بن بست د ماتولو لپاره کار وکړو، تاریخي پرېکړه وکړو. موږ باید دا واقعیت له پامه ونه غورځوو چې اوس د سولې لپاره تر ټولو ښه تاریخي فرصت برابرشوی دی، سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شوېده ا وټول د افغانانو تر منځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره شېبې شماري او باید له دغه فرصته پوره ګټه واخیستل شي.
په لویه جرګه کې د ملت راټول شوي استازي باید د افغانانو هیلې او ارمانونه، اوسني  واقعیتونه، د ستراتېژیکو متحدینو او شریکانو دریځونه او رامنځ ته شوې سیمه ییزه اونړیواله اجماع په پام کې ونیسي او د سولې بهیر ته د نوي خوځښت اوسمون ورکولو او اوسني بن بست ماتولو لپاره ستره تاریخي پرېکړه وکړي او خپل مسوولیت په ښه توګه سر ته ورسوي.
پاى – ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته