سیاست

په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي دځانګړي استازې مرستيالې دانتخاباتو په برخه کې دجمهور رييس دمرستيال دهلوځلو له امله قدرداني وکړه .

کابل باختر دمرغومي  شپږ ويشتمه :
دملګروملتوسازمان  دځانګړي  استازې  مرستيالې  ميرمن  پرنيلا  کاردل  دجمهور رييس له دويم مرستيال  سرور دانش سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې کتنه کې دجمهوررييس دويم مرستيال په افغانستان کې دملګروملتوسازمان دنمايندګۍ  دهمکاريو له امله مننه وکړه او دافغانستان دراتلونکو پارلماني انتخاباتو دترسره کولو په خاطر  دملګروملتو  دسازمان  همکاري يې  مهمې او ضروري وبللې .
دجمهور رييس دويم مرستيال  دانتخاباتي کميسيونونو دغړو ټاکنه  او دکميشنرانو  دکار پيل يې  يو مثبت ګام وباله او تينګار يې وکړ  چې دانتخاباتي کميسيونونوددارالانشادرييسانوټاکل دانتخاباتي  حوزو طرحه  دراي ورکوونکو  دنوم ليکنې دلارو چارو ټاکنه  او  انتخاباتي تقويم  دهغو لومړيتوبونوڅخه دي چې انتخاباتي کميسيونونه بايد دغه لومړيتوبونه  په تخصصي ډول  په ټاکلي وخت کې دافغانستان دولت ته وړاندې کړي .
دجمهور رييس دويم مرستيال  دغه څلور لومړيتوبونه  د انتخاباتو په برخه کې دافغانستان ددولت  دعملي تصميم نيولو لپاره  مهم او اساسي وبلل .
سرور دانش  دقانوني معيارونو له مخې   دانتخاباتي کميسيونونو  ددارالانشا درييسانو  ټاکنه  يو لازمي کار وباله  او هيله څرګنده کړه چې دغه بهير  ډير ژر  بشپړ شي .
په دې کتنه کې ميرمن پرنيلا کاردل  دانتخاباتو په اړوند دافغانستان  د برياليتوبونو  له امله  خوښي څرګنده کړه او دانتخاباتو دقانون  او دانتخاباتي کميسيونونو دغړو په ټاکنه کې يې  دجمهور رييس  ددويم مرستيال دهلوځلو له امله قدرداني وکړه .
  ميرمن کاردل  دافغانستان دانتخاباتو دبهير  په اړوند  په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دنمايندګي له خوا هراړخيز تياري  اعلام کړ او زياته يې کړه  چې  ډير ژر به دتخنيکي مرستو په مقصد ديوناما له خوا  دوه تنه ماهران دافغانستان  دانتخاباتو کميسيون ته  دسلامشورې په مقصد معرفي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته