ټولنه

د فارياب د کوهستاناتو مواصلاتي لاره پرانيستل کېږي

کابل/ دسلواغې لومړۍ/ باختر
د فارياب له مرکز سره د کوهستاناتو ولسوالۍ د مواصلاتي لارې د پرانيستلو لپاره هڅې دوام لري.
د باختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې: دغه لاره له اورښتونو وروسته له تېرې شپې راپدېخوا د ترافيکو او د خلکو دتګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
د فارياب له طبيعي پېښو سره د مبارزې د همغږۍ د اړيکو مدير وايي چې ددغې مواصلاتي لارې په تړل کېدو سره تراوسه پورې ٣٠٠ کورنۍ زيانمنې شوې دي او دغه راز په پښتونکوټ او ګرزيوان ولسواليوکې هم ٤١ کورنۍ زيانمنې شوې دي او د دغوکورنيو څه دپاسه ٢١ څاروي هم له منځه تللي دي.
يوې اړوندې سرچينې وويل چې د کوهستاناتو ولسوالۍ د مواصلاتي لارې د پرانيستلو لپاره د اړوندو مسوولينو هڅې دوام لري، خو د نورو ولسواليو مواصلاتي لارې تراوسه پرانيستې دي او د واورې اورښت دوام لري.
ختم- عطاالله- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته