سیاست

جمهوررئیس غني د پولیو پر محوې او د کانکور ازموینې پر شفافیت ټینګار وکړ

کابل باختر دکب  درې ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د ملي توحید په مرکز کې د ویډیويي کنفرانس له لارې د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره په بشپړه توګه د پولیو پر محوې او د کانکور ازموینې د اخېستو په اړه خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
لومړی په سیاسي چارو کې د جمهوررئیس سلاکار او د پولیو په محوه کولو کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي نجیب الله مجددي او د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په ټول هېواد کې د پولیو محوه کولو او د واکسیناسیون ملي پروسې په اړه راپور وړاندې کړ.
مجددي وویل، موږ د پولیو واکسین د تطبیق په ډګر کې ښه بریالیتوبونه ترلاسه او پرمختګونه کړي دي. هغه زیاته کړه، د پولیو د محوه کولو په سر د لا زیات بحث په خاطر د پولیو د محوې عالي شورا په کال کې څلور ځلې ناستې کوي او د کابینې له وزیرانو غوښتل شوي دي چې د پولیو د محوې په عالي شورا کې ګډون وکړي او والیان دې هم د پولیو واکسین په تطبیق کې همکاري وکړي.
د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل، په تېرو دوو کالونو کې د پولیو د محوه کولو برنامه له ننګونو ډګه وه، خو په عین وخت کې يې بریالیتوبونه هم لرل، د ۲۰۱۶کال په اوږدو کې څلورو ولسوالیو برمل، شاه ولي کوټ، نوزاد او شیګل‌اوشلتن کې د پولیو یوازې ۱۳موارد ثبت شوي دي، چې ژر به دغه ویروس له منځه یوړل شي.
هغه زیاته کړه، په وروستیو ۹میاشتو کې د پولیو هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې، په ۴۷ولسوالیو کې له دې کبله خطر شته، خو د مخنیوي په موخه یې د واکسین تطبیقولو بهیر روان دی. د روغتیا وزیر ناامنه سیمو ته نه لاسرسی، پاکستان کې د پولیو پېښو شته‌والی او په ډيورنډ پر کرښې د افغانانو تګ راتګ د پولیو سره د مبارزې په مخ کې مهمې ننګونې وبللې.
د روغتیا وزیر زیاته کړه، دوی لازم چمتوالی لري چې له پنځو کالو ټیټ عمر راستنېدونکو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي. هغه د پولیو د محوې په خاطر د ۲۰۱۷کال تر پایه د جدي پلان لرلو یادونه وکړه.
په دغه ویډیويي کنفرانس کې د روغتیا نړيوال سازمان (WHO) رئیس ډاکټر ریچارډ پیپر کارن د پولیو واکسین پر وخت او سراسري تطبیق خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د منظمو پلانونو پلي کېدل کولای شي چې د پولیو ګواښ رفع کړي.
د دغې ناستې په بله برخه کې د لوړو زده‌کړو وزیرې فریده مومند د کانکور ازموینې د اخېستو د څرنګوالي او په دغه برخه کې د شویو اقداماتو  په اړه مفصل راپور وړاندې کړ. هغې وویل تېر کال په ټول هېواد کې د کانکور شفافه ازموینه واخېستل شوه او په هغه کې د کمزورتیا ټکي په نښه او غور پرې شوی دی.
هغې زیاته کړه، په نوي کال کې به د کانکور ازموینې په اخېستو کې له بایومیټریک سیستمه کار واخېستل شي چې شفافیت به ورسره زیات او د ګډون کوونکو باور به ترلاسه شي. د لوړو زده کړو وزیرې وویل، د کانکور اخېستو فصل بدل شوی دی او له ملي دفاع وزارت څخه یې وغوښتل چې ولایتونو ته د کانکور ازموینې د توکو په لېږد کې ورسره همکاري وکړي.
همدارنګه د لوړو زده‌کړو وزیرې له والیانو وغوښتل چې د کانکور د ملي پروسې د ترسره کېدو پر مهال د غیرمسوولو افرادو د ننوتو مخنیوی وکړي. هغې زیاته کړه، ځیني والیان په اکاډمیکو پروسو کې مداخله کوي چې له امله یې شفافیت پوښتنې سره مخ او ناسالم رقابت رامنځته کېږي.
د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د لوړو زده‌کړو او روغتیا وزارتونو اقدامات او لاسته راوړنې وستایلې، وې ویل: د کانکور په ملي پروسه کې باید د هیچا له خوا مداخله ونشي. هغه په ټول هېواد کې د پولیو ویروس محوې ته په اشارې وویل، حکومت ژمن دی چې د پولیو واکسین د تطبیق برنامو په برخه کې په ټول هېواد کې زمینه برابره کړي.
اجرائیه رئیس زیاته کړه، د هغو سیمو په اړه باید کره څیړنه وشي چې د پولیو ویروس له ګواښ سره مخ دي، همدارنګه د دغه خطرناک ویروس د له منځه وړلو او د واکسین د تطبیق لپاره دې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې د والیانو په تېره بیا د هغو والیانو هڅې وستایلې چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د جنګ په مدیریت کې ګدون لري. هغه والیانو ته د را روانو طبیعي پېښو په اړه وویل، له روان جوي حالته معلومېږي چې راتلونکو لسو ورځو کې به په ځینو سیمو کې سیلابونه راشي، دغه برخه کې باید مخکې تر مخکې تدابیر ونیول شي.
جمهوررئیس غني وویل، د پولیو ویروس سره د مبارزې په خاطر دې اړوند وزیران د حکومت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله تر نظر لاندې منظمې ناستې جوړې کړي، تر څو له دغه ویروس سره د مبارزې غوره لارې ولټول شي. هغه زیاته کړه: هغه ولسوالیو کې چې د پولیو ګواښ احساسېږي باید تشخیص او امنیتي ځواکونه دې د هغو امنیت ټینګ کړي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، زموږ همکاران د دې اجازه لري چې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان سره همکاري وکړي، ځکه موږ نه غواړو صحت او تجارت سیاسي شي، د پولیو ویروس سره مبارزه او د سوداګرۍ پراختیا د سیمې په ګټه ده.
هغه د کانکور په ازموینه کې د شفافیت له امله د لوړو زده‌کړو وزارت له اقداماتو مننه وکړه او له والیانو یې وغوښتل چې په کلکه دې د غیر مسوولو افرادو د ‎مداخلې مخه ونیسي، که هر چا مداخله وکړه پر ضد یې قانون ګامونه پورته شي.
جمهوررئیس ټینګار وکړ، د ملي امنیت شورا به د لوړو زده‌کړو وزارت سره د کانکور ازموینې د امنیت په ټینګښت کې هراړخیزه همکاري وکړي. هغه د کانکور په ازموینه کې د شفافیت تامین د هر والي او ټول حکومت لپاره لاسته راوړنه وبلله وې ویل، هر والي چې د کانکور ملي پروسه په سمه توګه مدیریت کړه، تقدیر به شي.
د هېواد جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، والیان دې د پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو په چارو کې مداخله نه کوي، علمي پروسې باید له مداخلو خوندي وي. هغه په ځینو تحصیلي بنسټونو کې د افراطیت خطر ته په اشارې وویل، تحصیلي بنسټونو ته باید له دغه اړخه هم جدي پاملرنه وشي، ځکه افراطیت زموږ له فرهنګ سره په تضاد کې دی.
جمهوررئیس محمداشرف غني والیانو ته په خطاب کې وویل: په ۱۳۹۶کال کې دې د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بیرته ترلاسه کولو لپاره پر څرګند پلان کار وکړي او راتلونکی کال به ستاسو لپاره د ځمکو عاصبینو سره مبارزه کې د عطف ټکی وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته