ښوونه او روزنه

دافغانستان اوداماراتو دپوهنې وزيرانو په هېواد کې دانلاين زده کړو په باب خبرې وکړې .

-کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر :
دپوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد ميرويس بلخي  پرون په هېواد کې دانلاين زده کړو او د بنسټونو دپياوړتيا په اړوند د دوه اړخيزو همکاريو په باب  دعربي متحده اماراتو دپوهنې له وزير ابراهيم الحمادي سره دويديو کنفرانس له لارې خبرې وکړې .
دباختراژانس دخبرله مخې،  دهېواد دپوهنې وزارت سرپرست داړوندو لورو ترمنځ  دخبرو دپيل په خاطر له خپل اماراتي سيال  څخه په قدرداني سره دافغانستان اودعربي متحده اماراتو ترمنځ دښوونې او روزنې په برخه کې دهمکاريو  دنوى  فصل  دپيل خبرورکړ .
ډاکټر بلخي زياته کړه  چې دپوهنې وزارت دکرونا ويروس  له خپرېدو مخکې هلې ځلې کولې چې دانلاين زده کړو دبنسټونو اوله انترنټ سره  دښوونځيو دنښلولو پروګرام برابر کړي . خو دغه کار دپوهنې دنړيوالو همکارانو ملاتړ ته  اړتيا درلود .
دپوهنې وزير دنهو ميليونو زده کوونکو دزده کړې  چې څلويښت سلنه  نجونې دي  يادونه وکړه او ويې ويل په نړيواله کچه دتعليمي سيستم دديجتل کولو ګړنديتوب او له دغه سيستم سره  له  جګړې وروسته دپراختيا په حال کې هېوادونو دپوهنې پيوستون اړتيا ته په پاملرنې سره افغانستان هم په دې برخه کې دخپلو بنسټونو دپياوړتيا په  لټه کې  ده .
  دعربي متحده اماراتو دپوهنې وزير هم په دې تصويري خبرو کې دافغانستان له پوهنې سره  دهمکارى  ډاډ ورکړ اوويې ويل  دغه هېواد دزده کړې دديجتلي کولو په برخه کې هم خپلې تجربې  دافغانستان په واک کې ورکوي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته