امنیت

دملي امنیت سلاکار په یوه رسمي سفر چین ته روان شو

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٩ نيټه  :
د افغانستان داسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن له غرمې وروسته، د چین ولسي جمهوریت د ولسمشر د مرستیال ښاغلي وان کیشن په رسمي بلنه چين هیواد ته سفر وکړ.
دملي امنیت سلاکارمطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړز
د دې سفر په ترڅ کې به دملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د چین ولسي جمهوریت له لوړ پوړو سیاسي او امنیتي مقاماتو سره کتنې او خبرې وکړي.
دملي امنیت سلاکار به د دې درې ورځني سفر په اوږدو کې د سولې په بهیر کې د چین د ولسي جمهوریت د سیاسي مشرتابه پر همکاریو، له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه، د سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا او اقتصادي اړیکو پر ښه والې د دغه هېواد له سیاسي مشرتابه سره بحثونه ولري.پاى – ذ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته