امنیت

يو وسله وال طالب ونيول شو

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٥ :
دملي اردو ځواکونو  نن  دچاڼيزو عملياتو په بهېرکې يو تن له يوې اندازې  وسلو اومهماتو سره ونيوه .
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبرورکړ :
د ملي اردو  ځواکونو  دکابل  ولايت د  خاکجبار ولسوالۍ په  مربوطاتو کې  چاڼيز
عمليات ترسره  کړل چې په بهېرکې يې يو وسله وال طالب له يوې اندازې سپکو
او درندو وسلو سره ونيول شو.
دغه راز دريو تنو ماين ښخوونکو  چې  غوښتل   يې د خوست ولايت  د مندوزي ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ماين ښخ کړي  چې ماين وچاوديد او درې  واړه ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته