
کابل، د وږي ۱۴مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مالان له تاریخي پله څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال مولوي عتيق الله عزيزي د مالان پل یو تاریخي پُل وباله او لارښوونه یې وکړه، چې په دغه پله د زيات وزن لرونکو موټرو د تېرېدو مخه ونیول شي.
عزیزي همدارنګه زیاته کړه، چې د مالان د تاریخي پله د بیا رغونې چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې مولوي عتيق الله عزيزي دغه ولایت ته د سفر پرمهال له بېلابېلو تاریخي آبدو او سیمو څخه لیدنه کړې ده.