کابل_باختر د غويي د مياشتې٣١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون د ټلیفون له لارې په کابل کې د ایران سفیر ته د دغه هېواد دجمهوری ریاست په ټاکنو کې د ښاغلي حسن روحاني د دوهم ځلي بریالیتوب مبارکي وویله.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان د ملت او دولت په استازیتوب د ایران دولت او خلکو ته د ایران د اسلامي جمهوریت په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهور رئیس په توګه د حسن روحاني د بیاځلي بریا مبارکي وویله.
د هېواد جمهوررئیس د ایران د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حسن روحاني ته په چارو کې د لا زیات بریالېتوب هیله څرګنده کړه او وې ویل، هیله ده چې د دوو نږدې ګاونډیو په توګه به د افغانستان او ایران دوستانه اړیکې د ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوی د اصل پر بنسټ لا پیاوړې او پراخه شي.#