امنیت

څلور وسله وال طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل/ د لیندۍ ۴ مه/ باختر
د بلخ د دولت آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول.
د افغان کومانډو ځواکونو د مطبوعاتو مسوول عبدالغفار نورستاني د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د تېرې شپې په نښته کې درې نور وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته