امنیت

په کندز کې دوسله والو طالبانو دډلې ددريو تنو قوماندانانو وژل کيدل

کابل باختر د سلواغې دولسمه : دوسله والو طالبانو دډلې ددريو تنو قوماندانانو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې دملي امنيت دځانګړو ځواکونو په بريد کې ووژل شول . په دې بريد کې چې تيره شپه دکندز ولايت دخان اباد په ولسوالۍ کې دطالبانو په مرکز ترسره شو درې تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول . درارسيدلو خبرونوله مخې ، طالبان دماين اوبم په جوړولو او هم د ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې بريد پر ې وشو دکندز ولايت يوې امنيتي سرچينې باختراژانس ته وويل چې دملي امنيت دځانګړو ځواکونو په دې بريد کې دوسله والو طالبانو دډلې ددريو تنو قوماندانانو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي اودرې تنه نور ټپيان شوي دي . سرچينې زياته کړه چې په دې بريد کې دطالبانو درې مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . ويل کېږي چې دملي امنيت ځواکونه دغه راز د ډاراچوونکو له شتون څخه دخان اباد ولسوالۍ دڅو کليو په پاکولو بريالي شوي دي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته