کابل باختر د چنګاښ داوومه :
دکابل داور وژنې دادارې يومسوول سمونوال اورنګزيب وايي چې دارتل پله په تفريحي پارک کې لګيدلى اور وژل شوى دى .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، ددغه پارک دماشومانو په برخه کې دبريښنا دشارتۍ له امله اور لګيدلى و . چې دکابل داور وژنې دادارې دمنسوبينو دهڅو او هاند له امله دغه اور ووژل شو .
سمونوال اورنګزيب وويل چې دغه اور دکابل داور وژنې دمنسوبينو له خوا وژل شوى دى . دده دڅرګندونوله مخې ، په دې پيښه کې چا ته جسمي زيان نه دى اوښتى .
2 د یوې دقیقې څخه لږ