کابل باختر دمرغومي دولسمه :
په افغانستان او پاکستان کې دزلزلې ټکانونه احساس شول .
دريکتر په مقياس دپنځه اعشاريه اتو درجو په سختوالي نن له غرمې وروسته د يوې بجې په شاوخوا کې په کابل ، پيښور او اسلام اباد او دافغانستان او پاکستان په نورو ښارونوکې دزلزلې ټکانونه احساس شول .
تراوسه پورې ددغې زلزلې له امله دسرداوښتو زيانونو اومالي تاوانونو په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .
درارسيدلو خبرونو له مخې دنننۍ زلزلې مرکز دهندوکس په غرونوکې تثبيت شوى دى .
په دې وروستيو وختو کې دزلزلو له امله په دغو دواړو هېوادونو کې څه ناڅه څلور سوه شپيته تنه وژل شوي و .
1 د یوې دقیقې څخه لږ