
کابل، د وږي ۱۸مه، باختر
د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې دغه ولایت ته د کاناډا، جرمني، پاکستان او فرانسې هېوادونو ۱۲ سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي سیمو د لیدنې په موخه سفر کړی دی.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمید الله نثار د باختر أژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په افغانستان کې ډاډمن امنیت د دې سبب شوی چې له بهر څخه سیلانیان افغانستان ته راشي او له زیاتو تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وکړي.
د یادوني وړ ده چې د کال له پیله تر دې مهاله ۱۶۲ بهرني سیلانیانو له غزني ولایت څخه لیدنه کړې او یاد شمېر هره ورځ د زیاتېدو په حال کې دی.