
کابل، د زمري ۲۱مه، باختر
د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې دغه ولایت ته ۱۵ بهرني سیلانیانو د تاریخي او طبیعي ځایونو د لیدو په موخه سفر کړی دی.
یادو سیلانیانو د غزني د اطلاعاتو او کلتور له رئیس ملا حمید الله نثار سره په کتنه کې وویل، چې دلته ډاډمن امنیت د دې سبب شوی؛ ترڅو له بهر څخه سیلانیان افغانستان ته راشي او له زیاتو تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وکړي.
ورته مهال په دې کتنه کې نثار سیلانیانو ته د غزني د تاریخي او طبیعي سیمو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په ډاډه زړه هرځای ته سفر کولای شي.
د یادونې وړ ده، چې د سیلانیانو په دې ډله کې ۵ ښځې هم شاملې دي او یاد سیلانیان د پولنډ، آسترالیا او روسیې هېوادونو وګړي دي.