امنیت

په ننګرهار کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه دريکشا دچلوونکې ژغورل .

کابل باختر د زمري اوولسمه :
دريکشا يو چلوونکې پرون ديوې ډلې انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو .
پوليس وايي  انسان تښتوونکو غوښتل چې ددغه سړى  دخلاصون په بدل کې  له کورنى څخه يې پيسې وغواړي .
دغه سړى اختيار ګل نوميږي اوپرون دجلال اباد ښار دحوض خشک په ساحه کې ددوو تنو انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوى و .
دننګرهار دوالي ويندوى احمد ضيا عبدالزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دريکشا ددغه  چلوونکې  دتښتونې په اړوند يې دوه تنه انسان تښتوونکي  نيولي دي .
دعبدالزي دڅرګندونو له مخې، انسان تښتوونکو دغه ريکشا چلوونکې دموټر ديو تاير دليږدونې په پلمه دسره رود ولسوالۍ دچمتلې ساحې ته بيولى و .
  دسره رود په ولسوالۍ کې يوسيمه ئيز مخور وايي چې انسان تښتوونکو غوښتل چې دغه سړى بي هوښه کړي خو ده له يرغلګرو سره په نښتې لاس پورې کړ اوپه پاى کې هغوى دريکشا چلوونکې له چيغو وروسته ساحې ته ورسيدل او هغه يې وژغوره .
پوليس وايي چې له دوو تنو انسان تښتوونکو څخه يې تحقيقات پيل کړى دى چې ددغه انسان تښتوونکو بانډ نور شريکان وپيژنې اوويې نيسي .
په ختيځ ولايت ننګرهار کې دانسان تښتونې دپديدې زياتوالې په تيرو دوو کلونوکې دخلکو انديښنې راپاړولي دي .
خلک په امنيتي ځواکونو دانسان تښتوونکو بانډونو پرخلاف  دبي پروايي تور لګوي خو پوليس وايي  چې دوى تراوسه پورې  په دې بريالي شوي دي چې په دغه ولايت کې  دانسان تښتوونکو په لسګونو شبکې دړې وړې کړي او افراد يې  دقانون منګولو ته  وسپاري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته