کابل، د غبرګولي ۱۶ مه، باختر
د غزني د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي نصیراحمد حسیني د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې د قره باغ ولسوالۍ په توچي کلي کې د سیمې خلکو په مالي ملاتړ د یو میلیون ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ چې ۶ درسي او اداري خونې لري جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
هېره دې نه وي، چې څه موده وړاندې هم په غزني کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوې وه.