خبرونهټولنه

په بلخ کې لسګونه کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې 

کابل، د لېندۍ ۲۵مه، باختر

د  افغانستان برېښنا شرکت وايي چې په بلخ کې تر ۱۲۰ زیاتې کورنۍ د برېښنا له روښنايي څخه برخمنې شوې دي.

د یاد شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بلخ برېښنا حوزې ریاست له لوري؛ په شهاب تاجکیه کلي کې د ۱۶۰ کيلوولټ امپير ترانسفارمر په پرانېستلو سره، تر ۱۲۰ زیاتې کورنۍ د برېښنا له روښنايي څخه برخمنې شوې دي.

ویل شوي چې یاد ترانسفارمر مخکې نصب شوی و او د ولټاژ امکاناتو په برابرېدو، له برېښنا سره وصل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته